افغانستان
په سمنګان کې د دوو ترافیکي پیښو له امله پنځه تنه مړه او ټپیان شول
د سمنګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د ایبک-مزارشریف په لویه لاره په دوو جلا ترافیکي پیښو کې دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د سمنګان د پولیسو د قوماندانۍ ویاند حشمت الله رحماني وویل چې نن سهار او تېره شپه د ایبک- مزار شریف په لویه لاره د دې ولایت د خلم ولسوالۍ په شاوخوا کې دوه ترافیکي پېښې رامنځته شوې دي.
هغه زیاته کړه چې د دې پیښو لامل سخت طوفان او یخ وهلي سړکونه وو.
د سمنګان د پولیسو د قوماندانۍ ویاند وايي چې په دواړو ترافیکي پیښو کې دوه کسان وژل شوي او لږ تر لږه درې نور ټپیان شوي دي.








