افغانستان

مجاهد: اسلامي امارت د رسنیو د سانسورولو اراده نه لري

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، اسلامي امارت د رسنیو د سانسورولو اراده نه لري او د ځینو مطالبو نه خپرول د ملي مصلحتونو پر بنسټ دي، چې د رسنیو د سانسور په معنا نه دي.

ښاغلي مجاهد نن له غرمې مخکې په کندهار کې له خبریالانو سره په لیدنه کې د هغوی له هڅو مننه کړې او د اسانتیاوو پر برابرولو، له خبریالانو سره پر همکارۍ او رسنیو ته پر وخت د معلوماتو پر وړاندې کولو یې ټینګار کړی دی.

هغه زیاته کړې، چې د نوموړي په وینا، ځینې بهرنۍ کړۍ هڅه کوي د افغانستان په رسنیزه برخه کې بې‌ثباتي رامنځته کړي، خو دا هڅې به بې‌پایلې وي.

د اسلامي امارت ویاند همداراز ټینګار کړی، چې اوس مهال په ټول افغانستان کې امنیت په مطلوبه توګه تأمین شوی دی.

#افغانستان #رسنۍ #خبریالان #ذبیح_الله_مجاهد #کندهار

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button