افغانستان

د مزار شریف ښار کې د ریل پټلۍ پنځم نمبر بندر پرانیستل شو

د بلخ ولایت د فواید عامې ریاست پورې اړوند د ریل پټلۍ پنځم بندر د افغانستان د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې د مزار شریف په ښار کې پرانیستل شو.

د دې بندر د پرانیستې په مراسمو کې د اقتصادي چارو مرستیال لومړي وزیر ملا عبدالغني برادر اخوند، د فواید عامې وزیر ملا محمد عیسی ثاني، د بلخ سیمه ییزو چارواکو، د ازبکستان د ریل پټلۍ چارواکو، سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و.

چارواکو وویل چې د دې بندر د پرانیستلو موخه اقتصادي وده او پراختیا، د خدماتو ښه کول او د سوداګرو او پانګوالو لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرول دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button