افغانستان

د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت د مشر د فرمان د تطبیق په اړه د ناوړو دودونو د مخنیوي په اړه غونډه وکړه

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په ټولنه کې د ناوړو دودونو او رواجونو د مخنیوي په اړه د اسلامي امارت د مشر د ۱۷ ګڼه فرمان د اهمیت او تطبیق په اړه غونډه وکړه.

دا غونډه د امیر خان متقي او یو شمیر نورو چارواکو او د بهرنیو چارو وزارت د ټولو کارمندانو په شتون کې د ودونو، فاتحې مراسمو او همدارنګه د حج او عمرې څخه د راستنیدو په برخو کې د ناوړو دودونو د مخنیوي په اړه د فرمان د ښه پلي کولو په هدف جوړه شوه.

په دې غونډه کې متقي وویل: د ناسمو او غیر اسلامي دودونو دوام د اسلامي لارښوونو سره په ټکر کې دی او د ټولنې په خلکو باندې غیر ضروري اقتصادي بار اچوي او د ګډوډۍ لامل کیږي؛ له همدې امله، اړینه ده چې خلک خپل ټولنیز چلند د اسلامي شریعت د اصولو سره سم تنظیم کړي او له هغو دودونو او رواجونو څخه ډډه وکړي چې د دیني لارښوونو سره په ټکر کې وي.

هغه زیاته کړه چې اعتدال او توازن د اسلامي ژوند اساس جوړوي او مسلمانان باید د خپل ژوند په ټولو اړخونو کې دا اصل مراعات کړي.

متقي دا هم وویل چې د اسلامي امارت مشرتابه د سیاسي او اقتصادي مسؤلیتونو سربیره، د ټولنې اصلاح او د اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه کوي ترڅو ټولنیز ژوند د اسلامي لارښوونو پر بنسټ تنظیم شي او په دې برخه کې عملي اقدامات دوام لري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button