د جرمني په هامبورګ ښار کې یو ۴۰ کلن افغان سړی وروسته له هغه ونیول شو چې د پولیسو یوې حوزې ته ورغی او د خپلې مېرمنې د وژلو اعتراف یې وکړ.
د «بیلد» ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه سړی د پنجشنبې په ورځ د بارمبیک سیمې پولیسو ته ورغی او ویې ویل چې خپله مېرمن یې وژلې ده. پولیسو له کور ته تر رسېدو وروسته ښځه بېهوښه وموندله او روغتون ته یې ولېږدوله؛ خو نوموړې چې د درېیو ماشومانو مور وه، د ژورو ټپونو له امله مړه شوه.
د راپور له مخې، دغه ښځه د ساه بندېدو له امله مړه شوې او تر اوسه د وژنې انګېزه روښانه نه ده. د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
په یوه جلا پېښه کې، د کورنۍ یوه غړي د ښځې له مړینې وروسته هڅه وکړه چې ځان په چاقو ووهي. د وژنې د پېښې یو پلټونکي افسر د دغه اقدام د مخنیوي پر مهال په لاس کې ټپي شو او روغتون ته ولېږدول شو. دغه د کورنۍ غړی هم نیول شوی دی.








