افغانستانسیمه

افغانستان او ازبکستان د برېښنا په سکتور کې د تخنیکي همکارۍ پر پراختیا ټینګار کوي

د برېښنا شرکت د اجرایوي رییس عبدالحق حمار په مشرۍ یو تخنیکي پلاوي د ازبکستان د وزیرانو شورا د تخنیکي مقرراتو د څانګې له مشر اکمل جمانزاروف سره وکتل او د برېښنا په سکتور کې د تخنیکي همکارۍ د پراختیا په اړه یې بحث وکړ.

د برېښنا شرکت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دواړو خواوو د برېښنا په سکتور کې د تخنیکي معیارونو، د ازموینې لابراتوارونو د ظرفیت لوړولو، د نړیوالو معیارونو پلي کولو او د تخنیکي همکارۍ پراخولو په اړه نظرونه تبادله کړل؛ د برېښنا پلاوي په ازبکستان کې د پرمختللو لابراتوارونو، د کیلیبریشن مرکزونو او د برېښنا تجهیزاتو د ازموینې پروسې څخه هم لیدنه وکړه.

عبدالحق حمار د برېښنا شبکې کې د تخنیکي ستونزو د ژر تر ژره پیژندلو او حل کولو لپاره د تجهیزاتو کیلیبریشن، د لابراتوارونو معیاري کولو او د ګرځنده لابراتوارونو د جوړولو په برخه کې د ازبکستان د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ازبک چارواکو د تخنیکي کارمندانو د ظرفیت لوړولو، د تجهیزاتو کیلیبریشن، د ځانګړو روزنیزو پروګرامونو د ترسره کولو او د ګرځنده لابراتوارونو د چمتو کولو په برخو کې د همکارۍ لپاره هم خپل چمتووالی څرګند کړ.

په پایله کې، دواړو خواوو د تخنیکي همکارۍ په پراختیا، د تجربو تبادلې، د نړیوالو معیارونو پلي کولو او د بریښنا سکتور کې د خدماتو کیفیت ښه کولو باندې ټینګار وکړ.

#افغانستان #ازبکستان #بریښنا #تخنیکي_همکاري #سفیر_ټی وی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button