په ترکمنستان کې د اسلامي امارت د سفارت مشر فضل محمد صابر په عشق آباد کې د پاکستان له سفیرې فریال لغاري سره ولیدل.
د اسلامي امارت د سفارت د اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو، په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو او د افغان اتباعو لپاره د پاکستان د ویزو د صادرولو په برخه کې د اسانتیاوو په اړه خبرې وشوې.
د پاکستان سفیر د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ښو اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا مسلې به له پاکستاني چارواکو سره راپورته شي او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا به ټینګار وشي.