نړۍ
د فلوریډا ایالتي پوهنتون په انګړ کې مرګونې ډزې؛ دوه کسان وژل شوي او څو نور ټپیان دي
د امریکا د فلوریډا ایالت په تالاهسي ښار کې د فلوریډا ایالتي پوهنتون په انګړ کې تر ډزو وروسته، د پوهنتون چارواکو سمدستي امنیتي خبرداری خپور کړ او د «براګ» لوبغالي ته یې نږدې له خلکو وغوښتل چې د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره خوندي ځای ته پناه یوسي.
د لومړنیو راپورونو له مخې، په دې پېښه کې څلور کسان په ډزو ویشتل شوي چې دوه یې ژوند له لاسه ورکړی دی. د پوهنتون چارواکو هم د لوبغالي ته نږدې پر څو کسانو د ډزو کېدل تایید کړي دي.
د ډزو د راپور له ترلاسه کولو وروسته، پولیس او د ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته واستول شول او امنیتي عملیات یې پیل کړل. په خپاره شوي راپور کې د قربانیانو د هویت او د ډزو د ترسره کوونکي یا ترسره کوونکو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








