کیم جونګ اون چین ته په سفر کې د پیونګیانګ او بېجینګ ترمنځ د اوږدمهاله اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
د شمالي کوریا مشر، کیم جونګ اون، چین ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد سرحدي ښار دانډونګ ته ولاړ او د پیونګیانګ او بېجینګ ترمنځ یې د اوږدمهاله اړیکو پر ساتلو او پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د شمالي کوریا دولتي رسنیو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی چې کیم د شنبې په ورځ د دغه هېواد د ګوند او دولت له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره یوځای چین ته ورسېد. د چین یوه لوړپوړي چارواکي، وانګ هونینګ، په دانډونګ ښار کې له هغه سره وکتل. د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ يي، او یو شمېر نورو چارواکو هم په دې لیدنه کې ګډون درلود.
کیم د خپل سفر په ترڅ کې د کوریا د جګړې د وژل شویو یادګار ته په ورتګ سره هغو چینایي پوځیانو ته درناوی وکړ چې د ۱۹۵۰ او ۱۹۵۳ کلونو ترمنځ د جګړې پر مهال د شمالي کوریا ترڅنګ جنګېدلي وو. هغه په دغه جګړه کې د چین ملاتړ ته په اشارې د دواړو هېوادونو د تاریخي دوستۍ پر ساتلو او پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د شمالي کوریا مشر د آمنوک سیند پر سر د تازه پرانیستل شوي پله له لارې د چین د شمال ختیځ لیاوونېنګ ولایت دانډونګ ښار ته ننوت. دغه څلورلاریزه او ۳ زره او ۲۶ متره اوږد پل، دانډونګ ښار د شمالي کوریا له سرحدي ښار سینویجو سره نښلوي.
د دغه پل د جوړولو چارې چې شاوخوا ۱۲ کاله ځنډېدلې وې، بالاخره د روانې میلادي میاشتې په ترڅ کې بشپړې او پرانیستل شو. چین د دغه پل پر جوړولو شاوخوا ۳۱۰ میلیونه ډالره پانګونه کړې وه؛ خو د شمالي کوریا په لوري د لاسرسي سړکونو او ګمرکي تأسیساتو د چارو نه بشپړېدو، د هغه د ګټې اخیستنې بهیر ځنډولی و.







