افغانستان
د اقتصادي چارو مرستیال رییس الوزرا د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ تاتارستان ته روان شو
ملا عبدالغني برادر د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار (چهارشنبه، دغويی ٢٤ مه) د کازان په ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره تاتارستان ته روان شو.
د لومړي وزیر د اقتصادي چارو دفتر په ایکس پاڼه کې ویلي چې د اسلامي امارت پلاوی به د دې فورم په څنډه کې د ګډون کوونکو هیوادونو له یو شمیر لوړ پوړو چارواکو سره رسمي لیدنې ولري.