افغانستان
په درېیو ولایتونو کې د نشهیي توکو د درېیو فابریکو او له څلورو زرو ډېر نشهيي ګولیو کشف او نیول
د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په بدخشان او هلمند ولایتونو کې په څو جلا عملیاتو کې د نشهیي توکو د پروسس او تولید درې فابریکې کشف او له منځه وړې دي.
په دغو عملیاتو کې یو شمېر خام نشهیي توکي او هغه مواد هم کشف او له منځه وړل شوي، چې د نشهیي توکو په تولید کې ترې کار اخیستل کېږي.
همدارنګه د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په څو عملیاتو کې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۴ زره او ۳۵۰ نشهيي ګولۍ کشف او نیولې دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د نشهيي توکو د تولید او پلور په تړاو اووه کسان هم نیول شوي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.







