نړۍ
په جنوبي کوریا کې اورلګېدنې ۱۸ کسان وژلي او ۲۷۰۰۰ نور یې بې کوره کړي دي
د رویټرز په وینا، اورلګېدنې لږترلږه ۱۸ کسان وژلي او یو زر کلن معبد یې هم نیولی دی، چې د سویلي کوریا په جنوب ختیځ کې پیل شوی و.
د سه شنبې په ورځ د جنوبي کوریا د جنوب ختیځې سیمې په ځینو برخو کې مرګونې اورلګېدنې رامنځته شوې، چې له امله یې ۲۷۰۰۰ خلک له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ شول.
د هیواد لنډمهاله ولسمشر هان دیوک سو ژمنه کړې چې د دې بحران سره د مقابلې لپاره به د حکومت ټولې سرچینې او وړتیاوې وکارول شي.
اړونده ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ.
https://t.me/SafirTelevision1/19521?single