داسلامی امارت دبهرنیو چارو وزارت پر غزې د اسرائیلو د غاصب رژیم نوی بریدونه چې له امله یې تر ۳۰۰ زیات بې ګناه فلسطینیان چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي شهیدان او ټپیان شوي دي، په کلکه غندلي دي.
د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د صهیونیسټي رژیم دغه وحشیانه کړنې نه یوازې له بشري حقونو او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده، بلکې د انسانیت له بنسټیزو ارزښتونو سره په ټکر کې دي.