سیمه

د یمن ځواکونو د سعودي عربستان د ټایفون جنګي الوتکې د په نښه کولو خبر ورکړ

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند، یحیی سریع، د پنجشنبې په سهار اعلان وکړ چې د سعودي عربستان یوه ټایفون جنګي الوتکه د صعدې ولایت په فضا کې د یمني ځواکونو له لوري د ځمکې څخه هوا ته د توغول شوي توغندي په وسیله په نښه شوې ده.

د المسیره ټلوېزیون د راپور له مخې، دغه جنګي الوتکه د طایف له هوايي اډې څخه پورته شوې وه او د یمن د وسله‌والو ځواکونو د ویاند په وینا، د صعدې په هوايي حریم کې د عملیاتو پر مهال په نښه شوې ده.

له دغو څرګندونو وروسته، ځینو سیمه‌ییزو سرچینو داسې انځورونه خپاره کړي چې ویل کېږي د جنګي الوتکې سره د توغندي د لګېدو شېبه ښيي. دغو سرچینو د یمن په خاوره کې د یادې الوتکې د لوېدو احتمال هم مطرح کړی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button