نن د ۱۴۰۵ کال د تلې ۱۵مه، چې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر له ۷مې سره برابره ده، د «الاقصیٰ توپان» د عملیاتو درېیمه کلیزه ده؛ هغه عملیات چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ «حماس» له لوري د اسرائیلو د صهیونیستي رژیم پر مواضعو پیل شول.
حماس د دې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې د اکتوبر ۷مه «یوه تاریخي پړاو» بللې او د جګړې د پیل د پېښو د محدودولو هڅې یې د واقعیت تحریف بللی دی.
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواک (سپاه پاسداران) هم په یوه اعلامیه کې د الاقصیٰ توپان عملیات په سیمهییزو معادلاتو کې یو مهم بدلون بللی او ویلي یې دي چې دغو عملیاتو د اشغالګر رژیم د نه ماتېدلو تصور له ننګونې سره مخ کړ.
هممهاله، رسنیو د اشغال شویو سیمو په ځینو برخو کې د غونډو او لاریونونو د ترسره کېدو خبر ورکړی، چې له ډلې یې د بنیامین نتانیاهو د استوګنځي ته څېرمه په قیصریه کې غونډه هم یاده شوې ده؛ ځینو لاریون کوونکو د اکتوبر د ۷مې د پېښو او د هغو د امنیتي پایلو د څېړلو غوښتنه کړې ده.
د نړۍ په یو شمېر ښارونو، په ځانګړي ډول په ترکیه کې هم د غزې او فلسطین د خلکو په ملاتړ لاریونونه او غونډې ترسره شوې دي.
#الاقصی_توپان #فلسطین #غزه #حماس #اسرائیل #د_اکتوبر_۷مه #ازاد_فلسطین








