افغانستاننړۍ

د ناروې د بشري مرستو سازمان د افغانستان په ګډون په ۱۱ هېوادونو کې خپل فعالیتونه وځنډول

د ناروې د خلکو د مرستې سازمان په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د افغانستان په ګډون په ۱۱ هیوادونو کې یې فعالیتونه ځنډول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې سازمان ته امر کړی چې “سمدلاسه” د امریکا د مالي مرستو پورې اړوند ټول فعالیتونه ودروي.

دا پریکړه د ډونالډ ټرمپ د اجرایوي فرمان په تعقیب کیږي چې د امریکا بهرنۍ مرستې یې د 85 ورځو لپاره وځنډولې.

انګولا، کمبوډیا، عراق، کوسوو، لاوس، پلاو، پیرو، تاجکستان، اوکراین، ویتنام او یمن د هغو هیوادونو له ډلې څخه دي چې د دې سازمان فعالیتونه پکې ځنډول شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button