نړۍ
که لمر ناڅاپه ورک شي، ځمکه به کله خبره شي؟
که لمر همدا اوس ناڅاپه ورک شي، ځمکه به تر شاوخوا ۸ دقیقو او ۲۰ ثانیو پورې له دې پېښې خبره نه شي؛ ځکه د لمر رڼا ځمکې ته په رسېدو کې همدومره وخت لګوي.
په زړه پورې دا ده چې د جاذبې په ډګر کې بدلونونه هم د رڼا په سرعت خپرېږي؛ له همدې امله، تر هغه چې دا بدلون ځمکې ته رسېږي، ځمکه به نږدې خپل پخواني مداري حرکت ته دوام ورکړي.
له شاوخوا ۸ دقیقو او ۲۰ ثانیو وروسته به هم د لمر رڼا پرې شي او هم به د هغه د جاذبې اغېز پر ځمکه پای ته ورسېږي. په پایله کې به ځمکه د لمر پر شاوخوا د ګرځېدو پر ځای، نږدې د خپل پخواني مدار د مماس په لوري خپل حرکت ته دوام ورکړي. دا پدیده د انشټاین د عمومي نسبیت تیورۍ له پایلو څخه ده.








