افغانستان
د پنجشېر د ۷۶۳ قیراط زمرد د ۳۹۲۱۰ امریکايي ډالرو په ارزښت پلورل کېږي
په پنجشېر کې نن (سه شنبه، د مرغومې ۱۱مه) په یوه لیلام کې ۷۶۳ قیراط زمرد د ۳۹۲۱۰ امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شو.
دپنجشير ولايت وياند سيف الدين سانچا وايي چې په دې ليلام کې د دغه ولايت دسوداګرو سربيره دهېواد له بيلابيلو ولايتونو څخه څه دپاسه سلو تنو پانګوالو ګډون کړى دى.








