افغانستاناقتصاد

په استانبول کې د افغان او ترکي سوداګرو ترمنځ سوداګریزه ناسته

د افغانستان او ترکیې د سوداګرو ترمنځ سوداګریزه ناسته د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په حضور کې په ترکیه کې جوړه شوه.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ناسته د کانونو، ساختماني، طبي، درمل جوړولو، خوراکي توکو او جامو په برخو کې د ۷۰ افغان او ۶۰ ترکي شرکتونو ترمنځ جوړه شوه.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې کتنه کې ترکي لوري د لاجورد لارې د فعالولو لپاره له افغانستان او نورو هېوادونو سره همکارۍ ته چمتووالی اعلان کړ.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button