د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم د کازان د ۱۷م نړیوال کنفرانس په څنډه کې د یو نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه.
په نندارتون کې د پرمختللې ټیکنالوژۍ، تیلو او ګازو، فضايي او صنعتي تولید په سکتورونو کې فعال شرکتونه شتون درلود.
د نړیوالو شرکتونو له چارواکو سره په یوه غونډه کې، ښاغلي ندیم په افغانستان کې د علمي همکارۍ پراخولو، پانګونې راجلبولو او اقتصادي فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې په اړه بحث وکړ.
د خبرونو پورې اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/32114








