افغانستان

د اوبو او انرژۍ وزیر: افغانستان د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور په چین کې د “یو کمربند، یوې لارې” هېوادونو د انرژۍ وزیرانو په کنفرانس کې وویل چې افغانستان د اوبو، باد، لمر، جیوترمل او بایوماس لري په څېر سرچینو په کارولو سره د شاوخوا ۳۱۸ ګیګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

د ښاغلي منصور په وینا، افغانستان د “یو کمربند، یوې لارې” په نوم پروژو کې په فعاله ونډه اخیستو سره په سیمه کې د سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره خپله ژمنه څرګندوي.

د اوبو او انرژۍ وزیر ټینګار وکړ، چې افغانستان د خپل ستراتیژیک موقعیت په لرلو سره کولای شي منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره ونښلوي او د سوداګرۍ، د زیربناوو پراختیا او د انرژۍ د لېږد لپاره نوي فرصتونه پرانیزي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button