افغانستان
په بلخ کې درې تنه د نشه يي توکو د پلور په تور ونيول شول
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر له خوا د څلرنۍ په ورځ د تله په ١٨مه په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دامنيتي ځواکونو له خوا دبلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې درې تنه دنشه يي توکو دپلورلو په تور له (٥٦) ټابليټونو سره ونيول شول .
خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغو کسانو دوسیې به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.







