افغانستان

پنجشیر له بدخشان سره د ملي دفاع وزارت د انجنیرۍ کارکوونکو له خوا وصل شو

د هېواد د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د دغه وزارت د انجنيرۍ ټيمونو د پنجشېر ولايت د کوتل سړک د قير کولو په واسطه له بدخشان ولايت سره وصل کړ.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د دغه سړک پاتې چارې د بدخشان ولایت بهارک ولسوالۍ پورې دوام وکړي.

دغه وزارت همداراز زیاته کړه چې د دې سړک په بشپړیدو سره به د بدخشان د کران – منجان، یمګان، جرایم او بهارک ولسوالیو اوسیدونکي وکولای شي چې په ۶ ساعتونو کې کابل ته په ټیټه بیه سفر وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button