بلنکن د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې ته احضار شو
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن احضار کړی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه شاهدي ورکړي.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال د درنۍ په ورځ (د وږی ٣ ) په یوه لیک کې له انتوني بلینکن څخه وغوښتل چې د سپټمبر په ۱۹مه له افغانستانه د واشنګټن د وتلو په اړه ځواب ورکړي.
مک کال ټینګار کړی چې بلنکن د هغو کسانو په ډله کې دی چې له افغانستان څخه د وتلو په پرېکړه کې یې مهم رول لوبولی دی.
د متحده ایالاتو د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر یادونه کړې چې که بلینکن ځواب ته حاضر نه شي، هغه به د سپکاوي تورونو سره مخ شي.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر ویلي چې ښاغلی بلنکن ښايي په ټاکلې نېټه د شاهدۍ لپاره حاضر نه شي.
خو میلر بیا هم ولسي جرګې ته د بلنکن احضارول غیر ضروري وبلل او زیاته یې کړه چې له افغانستان څخه د وتلو په اړه یې تر ۱۴ ځلي زیات ګواهي ورکړې ده.