افغانستاننړۍ

د افغانستان د سوداګرۍ خونې له اندونیزیايي استازو سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي، چې مشري یې د دې خونې د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال حبیب‌الله عمر کوله، په جاکارتا کې د اندونیزیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له استازو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د کانونو، کرنې، انرژۍ او صنعت په برخو کې د پانګونې پر فرصتونو، د ګډو نندارتونونو پر جوړولو او د یوې ګډې کاري کمېټې پر رامنځته کولو خبرې وشوې.

د افغانستان پلاوي همداراز افغانستان ته د اندونیزیايي سوداګرو د سفر غوښتنه وکړه او د سوداګرو لپاره یې د ویزو د ورکړې د بهیر د اسانتیا غوښتنه وکړه. د اندونیزیا استازو هم له وړاندیزونو هرکلی وکړ او د اقتصادي همکاریو پراختیا ته یې خپله لېوالتیا څرګنده کړه.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button