افغانستانسپورت

د بلخ ولایت د ړندو کرکت تیمونو تر منځ تمثیلی سیالۍ

د ازبیکستان د فوتسال نړیوال جام ته د دغه هېواد د فوتسال ملي لوبډلې د کوالیفای کولو په مناسبت د بلخ ولایت د ړندو د کرکت د لوبډلې تمثیلی سیالۍ په مزارشریف ښار کې پیل شوې.

یو شمېر معلولین د «معیوبیت محدودیت نه دی» په شعار سره د بلخ ولایت د ړندو کرکت ټیم کولای شي د هېواد د فوتسال ملي لوبډلې په څېر په بېلابېلو کچو د افغانستان لپاره ویاړونه ترلاسه کړي.

بل خوا د بلخ ولايت د تخنيکي او مسلکي انستيتوت مسوولين د معلولينو د ورزشي تیمونو ملاتړ کوي او وايي چې دولت له زړه روښان سره همکاري کوي او د هغوى د ورزشی فعاليتونو ملاتړ کوي.

په همدې حال کې د معلولیت لرونکو وګړو د عدالت غوښتنه د شبکې یو غړی وايي، په دغه ولایت کې د معلولینو د ورزشکارانو لپاره د کرکت اسانتیاوې کمې دي او د هېواد د ورزش ریاست مسوولین باید په دې برخه کې پاملرنه وکړي.

خو د بلخ د ړندو کرکت ملي لوبډلې يو شمېر غړي د هېواد د فوتسال له لوبډلې خوښي څرګندوي او وايي، چې که د لوبو ښه اسانتياوې او ميدانونه ورته جوړ شي، په ملي او نړيوالو سياليو کې به ځلېږي.

د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه د بلخ ولایت د ړوندو خلکو ترمنځ د غوره سپورتی شخصیتونو پیژندل او ټاکل او ورزش ته د ځوانانو هڅول دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button