نړۍ

مرتس: اروپايي ټولنه به د نړیوالو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره مخکښ رول ولوبوي

د جرمني صدراعظم فریدریش مرتس په سیول ښار کې یوې اقتصادي غونډې ته ویلي، چې پر ازادې سوداګرۍ او د قوانینو پر بنسټ پر نړیوال سوداګریز نظام د فشارونو له زیاتېدو سره، اروپايي ټولنه به د نړیوالو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره مخکښ رول ولوبوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، مرتس ټینګار کړی، چې جرمني چمتو دی د نړیوال اقتصادي نظام د دفاع لپاره له هغو شریکانو سره همکاري وکړي، چې ګډ نظرونه لري. نوموړي زیاته کړې، چې هېواد یې له اسیایي هېوادونو سره د سوداګریزو او دفاعي اړیکو د پراختیا هڅې کوي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د امریکا د ګمرکي تعرفو د زیاتوالي او د چین د دولت تر ملاتړ لاندې د صنعتي تولیداتو د پراختیا په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.

#جرمني #اروپايي_ټولنه #فریدریش_مرتس #نړیواله_سوداګري #اسیا

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button