سیمهنړۍ

د یمن په الحدیده ښار د امریکا او برتانیې نوی برید

د المیادین شبکی خبریال راپور ورکړی، چې امریکا او انگلستان د دوشنبې په ورځ (د زمری ۲۲) د یمن پر خاوره نوی یرغلیز برید ترسره کړ.

په دغه برید کې د الحدیده ولایت «کامران» جزیره په نښه شوې، چې تر اوسه په دغه برید کې د احتمالي مرګ ژوبلې او زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.

د يمن بېلابېلې سيمې په تېره بيا الحديده ولايت په تېرو مياشتو کې د امريکا او انگلیس د سختو حملو هدف دی.

دغه حملې د صهیونیسټ رژیم د سمندری محاصرې د ختمولو لپاره د یمن په ملی حکومت د دباو اچولو په هدف ترسره کیږی.

همدا رنگه د یمن دپوځ ځواکونو ژمنه وکړه چې د صهیونیسټ رژیم لخوا د غزی په باندې د خپلو حملو د بندولو لپاره د دغه رژیم په بیړیو او په سور سمندر کې د نیواک شویو سیمو د تیریدو لپاره په بیړیو حملې ته دوام ورکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button