افغانستان

بلخي: په افغانستان کې د امریکا موخې د سپټمبر د ۱۱مې له پېښې ورهاخوا وې

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له یوه امریکايي ټولنیز فعال سره په مرکه کې ویلي، د افغانستان د جګړې په اړه د امریکایانو یوه ناسمه انګېرنه دا ده چې د دې جګړې د پیل لامل یوازې د سپټمبر د ۱۱مې پېښه ګڼي.

 بلخي ویلي، نوموړي د امریکا د سمندري ځواکونو له یو شمېر پخوانیو سرتېرو، د پوځ له افسرانو او امریکايي وګړو سره خبرې کړې دي. د هغه په وینا، ځینې یې باور لري چې په افغانستان کې د خپل پوځي حضور د لامل په اړه ناسم معلومات ورکړل شوي وو او اوس له خپلو کړنو پښېمانه دي.

 هغه زیاته کړې، د افغانستان جګړه له جیوپولیټیکو مسایلو او د امریکا د امنیتي ادارې له هغو هڅو سره تړاو درلود چې موخه یې د دغه هېواد د ګټو خوندي کول وو؛ د هغه په وینا، د واشنګټن په پلانونو کې د افغانستان ترڅنګ عراق او د ایران او شمالي کوریا په څېر نور هېوادونه هم شامل وو.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button