افغانستان

په بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي

د بدخشان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په راغستان ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د بدخشان د پولیسو د قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار وویل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا ۹:۰۰ بجې د راغستان ولسوالۍ په غلشدي سړک رامنځته شوه.

د چارواکو په وینا، د پېښې د اصلي لامل په اړه څېړنې روانې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button