نړۍ

د شیعه‌وو د نوموتي مرجع تقلید آیت‌الله العظمی حسین وحید خراساني مړینه په ۱۰۵ کلنۍ کې

د شیعه‌وو د نوموتي مرجع تقلید آیت‌الله العظمی حسین وحید خراساني دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی، چې نوموړی د ۱۰۵ کلونو په عمر وفات شوی دی؛ هغه په وروستیو ورځو کې د قم ښار په یوه روغتون کې بستر و.

د نوموړي د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې آیت‌الله وحید خراساني د دیني علومو د علمي مرکزونو له نوموتو فقیهانو او استادانو څخه و، چې د خپل ژوند څو لسیزې یې د دیني علومو زده‌کړې، څېړنې او تدریس، د اهل بیتو د مقام دفاع، د دیني عالمانو روزنې او د مذهبي شعایرو ژوندي ساتلو ته ځانګړې کړې وې.

 د آیت‌الله وحید خراساني دفتر د هغه مړینه د دیني علومو د مرکزونو او د تشیع د مکتب د پیروانو لپاره یوه لویه ضایعه بللې او دغه پېښه یې حضرت مهدي (عج)، دیني علمي مرکزونو او ټولو شیعه‌وو ته تسلیت ویلې ده.

 په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې د هغه د جنازې، تدفین او فاتحې مراسمو په اړه جزئیات به وروسته اعلان شی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button