افغانستان

د اقتصاد وزیر د PU-AMI نړیوالې مؤسسې له عمومي رییس سره لیدنه

  1. د اقتصاد وزیر قاري دین‌محمد «حنیف» د PU-AMI نړیوالې مؤسسې له عمومي رییس کوانتن اسف بوچیت او مل پلاوي سره لیدنه کړې او د بشري مرستو د دوام او د دغې مؤسسې د فعالیتونو د ښه‌والي په اړه یې خبرې کړې دي.

 په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د دغې مؤسسې د روانو پروژو، چې په ۹ ولایتونو کې پلې کېږي، د زیانمنو کورنیو د لاسنیوي او د روغتیا، تغذیې، اوبو او حفظ‌الصحې په برخو کې د خدمتونو د وړاندې کولو په اړه د نظر تبادله کړې ده.

 د اقتصاد وزیر د مالي سرچینو پر شفاف لګښت، د واقعي مستفیدشوندګانو پر پېژندلو، د مرستو پر عادلانه وېش او له دغه وزارت سره پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې چې د خلکو بېړنیو اړتیاوو ته د رسېدنې ترڅنګ، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د سیمه‌ییزو ظرفیتونو پیاوړتیا ته هم پاملرنه وشي.

 د PU-AMI مؤسسې عمومي رییس هم د همکاریو پر دوام او د بشري خدمتونو د کیفیت پر ښه‌والي ټینګار کړی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button