افغانستان

په غزني کې په دوو ترافیکي پیښو کې درې کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي

د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې د دې ولایت په قره باغ او واعظ ولسوالیو کې په دوو ترافیکي پیښو کې درې کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، لومړۍ پیښه د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د کابل-کندهار لویې لارې په “کوټه” سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې یو بار وړونکی لارۍ د مسافر وړونکي موټر سره ټکر وکړ چې له امله یې اووه کسان ټپیان شول.

په دویمه پیښه کې د غزني په واعظ ولسوالۍ او د مهاجرینو سیمې ته نږدې، یو موټر چپه شو، چې درې کسان یې ووژل او یو بل یې ټپي کړ.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button