کاناډا د ۲۰۰ زرو کډوالو لپاره د دایمي استوګنې زمینه برابروي
د کاناډا حکومت اعلان کړی، چې د یوې لنډمهالې او ځانګړې برنامې په چوکاټ کې به د ۲۰۲۷ میلادي کال تر پایه په دغه هېواد کې تر ۲۰۰ زرو پورې مېشتو کډوالو ته د دایمي استوګنې د ترلاسه کولو زمینه برابره کړي.
د کاناډا د کډوالۍ، کډوالو او تابعیت ادارې د معلوماتو له مخې، په دې برنامه کې ۱۰۰ زره وړ کارګران او د هغوی د کورنیو غړي، او همدارنګه ۱۰۰ زره هغه غوښتونکي شامل دي، چې بشري او کورنۍ دوسیې لري.
دغه طرحه یو ځل پلې کېږي او موخه یې د ځانګړو دوسیو د څېړنې بهیر چټکول دي؛ له همدې امله، ټولو کډوالو ته د نویو غوښتنلیکونو د ثبت زمینه نه برابروي.
افغان کډوال او پناه غوښتونکي هم د ټاکل شویو شرایطو د پوره کولو په صورت کې په دې برنامه کې شاملېدای شي؛ په ځانګړي ډول هغه کسان چې د «تر ملاتړ لاندې شخص» (Protected Person) حیثیت ولري یا یې بشري دوسیې لومړنی تأیید ترلاسه کړی وي.
د کاناډا د کډوالۍ ادارې ټینګار کړی، چې دا اقدام د دغه هېواد د عادي کډوالۍ د برنامو برخه نه ده.








