افغانستاننړۍ

د بلاروس نوي غیرمقیم سفیر د باورلیک کاپي متقي ته وسپارله

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د بلاروس جمهوریت نوي ټاکل شوي غیرمقیم سفیر، الکساندر سرګېویچ اوګورودنیکوف، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ته د خپل باورلیک یوه کاپي سپارلې ده.

د خبرپاڼې له مخې، متقي نوي سفیر ته په خپلې دندې کې د بریا هیله کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د بلاروس سفیر هم د اسلامي امارت د اقتصادمحور سیاست په اړه د خوښۍ په څرګندولو سره ژمنه کړې، چې د خپلې دندې پر مهال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره هڅې وکړي.

نوموړي همداراز د بهرنیو چارو وزارت د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی او د اقتصادي همکاریو او سیمه‌ییز اتصال پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button