د افغانستان د فوټبال له ۱۵ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د فوټبال نړیوال فستیوال د سیالیو په دوام کې د هند لوبډلې ته د ۲-۱ په پایله کې ماتې ورکړه.
د افغانستان ملي لوبډلې تر دې وړاندې هم په دغو سیالیو کې په خپلو تېرو اوو لوبو کې د سیرالیون، جیبوتي، سوډان او نامیبیا لوبډلو ته ماتې ورکړې وه؛ خو د روسیې، ترکیې او تایلنډ پر وړاندې یې ماتې خوړلې وې.
د فوټبال نړیوال فستیوال د لومړي ځل لپاره د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) له لوري جوړ شوی او د ۱۹۰ هېوادونو د استازو په ګډون د اذربایجان په کوربهتوب ترسره کېږي.








