افغانستان

د بین الوزارتي پانګونې کمېټې غونډه وشوه؛ د استوګنې او سوداګریزو پلانونو بیاکتنه

د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي چارو مرستیال لومړي وزیر اعلان وکړ چې د بین الوزارتي پانګونې کمېټې یوه منظمه غونډه د ۱۴۰۵ کال د اسد په ۱۳مه په قصر مرمرین کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې، د کندز ولایت په دشت ابادان کې د ۳۰۰۰ واحدونو ظرفیت لرونکي د استوګنې ښارګوټي د جوړولو پلان بحث شو؛ دا پلان د موجوده اړتیا او اقتصادي ارزښت له امله مهم وګڼل شو او د تخنیکي او مالي بیاکتنو لپاره یوې ځانګړې کمېټې ته وسپارل شو.

ټاکل شوې کمېټې ته دنده ورکړل شوې چې د دې پلان مختلف اړخونه بیاکتنه وکړي او خپل راپور په ټاکل شوي وخت کې د بین الوزارتي پانګونې کمېټې ته وسپاري.

همدارنګه، په دې غونډه کې، د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې د سوداګریز او استوګنې مارکېټ د جوړولو پلان هم وڅیړل شو او د هر اړخیزې ارزونې لپاره اړونده کمېټې ته وسپارل شو.

#افغانستان #پانګه اچونه #کندوز #بلخ #مزار شریف #د مرستې_پروژې #سفیر_ټی وی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button