افغانستان

اسلامي امارت په ۲۰۲۶ کال کې د نشه‌يي توکو پر ضد د څه باندې ۲۵ زره عملیاتو د ترسره کولو خبر ورکړ

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن سه‌شنبه (د ۱۴۰۵ کال د لړم ۵مه) په کابل کې د «د نشه‌يي توکو پر وړاندې د افغانستان اسلامي امارت مبارزه؛ واقعیتونه او لاسته راوړنې» تر سرلیک لاندې غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د دغه وزارت مالي او اداري معین ډاکټر محمد نعیم، د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین شیخ عبدالرحمن منیر، د اسلامي امارت چارواکو، د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو او ډیپلوماتانو او د نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و.

مولوي امیرخان متقي د نشه‌يي توکو د کښت، تولید، پروسس، قاچاق او استعمال د منع کولو په اړه د اسلامي امارت د مشر د ۳۱مې ګڼې فرمان جدي پلي کول د دغه حکومت د ټینګې ارادې څرګندونه وبلله. هغه په ګاونډیو هېوادونو کې د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه، له نړیوالې ټولنې یې د پاملرنې غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د لاسته راوړنو غیرمسلکي ارزونه او په ساحه کې د واقعیتونو له پامه غورځول به د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې ته زیان ورسوي.

ډاکټر محمد نعیم د لاسته راوړنو د ساتنې لپاره بزګرانو ته د بدیل معیشت برابرول، د روغتیايي مرکزونو ملاتړ، تخنیکي همکارۍ او سیمه‌ییزه همغږي اړین وبلل او د نړیوالې ټولنې پر دوامداره همکاریو یې ټینګار وکړ.

شیخ عبدالرحمن منیر اعلان وکړ، چې په ۲۰۲۶ میلادي کال کې د نشه‌يي توکو پر ضد ۲۵ زره او ۱۱۶ عملیات ترسره شوي دي. د هغه په وینا، د دغو عملیاتو په پایله کې د کوکنارو او چرسو تر کښت لاندې ۲۶ زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه ویجاړه شوې، ۱۰ زره او ۶۵ شکمن کسان نیول شوي او د نشه‌يي توکو د پروسس ۳۰۱ لابراتوارونه، د کیمیاوي ګولیو د تولید دوه فابریکې او د الکولي مشروباتو د تولید ۱۵ فابریکې کشف او تړل شوې دي.

نوموړي د نشه‌يي توکو د کښت د مخنیوي له مهمو لارو څخه د قانوني کرنیزو محصولاتو ملاتړ او بزګرانو ته د بدیل معیشت برابرول وبلل. دغه غونډه د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د پیاوړتیا، د لاسته راوړنو د ساتنې او د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د پراختیا په ټینګار پای ته ورسېده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button