افغانستاننړۍ

بلومبرګ: امریکا پاکستان ته د نیول شویو افغانانو د لېږدولو پلان جوړوي

بلومبرګ خبري شبکې راپور ورکړی چې د امریکا حکومت د دغه هېواد د کډوالۍ په مرکزونو کې د نیول شویو یو شمېر افغان وګړو پاکستان ته د لېږدولو موضوع ارزوي. ښايي دا اقدام په راتلونکو اوونیو کې ترسره شي، خو تر اوسه د هغو کسانو شمېر نه دی معلوم چې په دې پلان کې شامل دي او امریکایي چارواکو هم په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د «افغان ایواک» ادارې ویلي چې د نیول شویو کسانو په ډله کې د هغو افغانانو د کورنیو غړي هم شامل دي چې د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلونونو مخکې یې له امریکایي ځواکونو سره همکاري کړې وه. د دې ادارې په وینا، د دغو کسانو د یوې برخې د لېږد لپاره د لوېزیانا له ایالت څخه ځانګړې الوتنه په پام کې نیول شوې او ښايي پاکستان افغانستان ته د هغوی د لېږد د لارې په توګه وکارول شي.

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې امریکا تر دې مخکې هم یو شمېر کډوال، د ۱۲ افغان وګړو په ګډون، د مرکزي افریقا جمهوریت ته شړلي وو.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button