نړۍ
لولا دا سیلوا د برازیل په ولسمشریزو ټاکنو کې پر بیا بریا ډاډ څرګند کړ
د برازیل د ولسمشریزو ټاکنو نوماند، لوېز ایناسیو لولا دا سیلوا، د ټاکنو د وروستي پړاو د پایلو په اړه د ډاډ څرګندولو پر مهال ویلي، چې یو ځل بیا به د دغه هېواد د ولسمشر په توګه وټاکل شي.
په همدې وخت کې، د دا سیلوا پلویانو د ویتوریا پر درېیم پل پراخه غونډه جوړه کړه او سور کالي یې اغوستي وو. دوی د لولا دا سیلوا او د هغه د سیاسي پروګرامونو ملاتړ څرګند کړ.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








