په لویدیځه اسیا کې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ چې د سنتکام په نامه یادیږي، د صنعا د حکومت تر کنترول لاندې سیمو کې د یمني ځواکونو د دوو بې پیلوته الوتکو د شنډولو او له منځه وړلو ادعا کړې ده.
دغه راز،سنتکام ادعا کړې چې د یمن ملي اردو د سور سمندر په لور 3 د کښتۍ ضد بالستیک توغندي توغولي او تر اوسه پورې د کښتیو د مرگ یا زیان راپور نه دی ورکړل شوی.
د يادونې وړ ده چې د يمن پوځ تر اوسه د دغه خبر په اړه غبرګون نه دی ښودلی.