نړۍ

خلیلزاد: امریکا باید له «تېرې جګړې» څخه د تمرکز پر ځای نویو ګواښونو ته پام وکړي

زلمی خلیلزاد، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه بریدونه د امریکا لپاره یو ویجاړونکی او د مسیر بدلولو ټکان و او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د دغه هېواد د ملي ستراتیژۍ پر محور بدله شوه.

خلیلزاد زیاته کړې چې امریکا د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې مهمې لاسته راوړنې لرلې او القاعده یې د له منځه تلو تر پولې پورې کمزورې کړه؛ خو د نوموړي په وینا، سره له دې چې لا هم هوښیارۍ ته اړتیا شته، د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې پر شدید تمرکز دوره تېره شوې او واشنګټن باید خپل پام د اوسني پړاو ګواښونو ته واړوي.

هغه د چین راڅرګندېدل د داسې یوه ځواک په توګه چې غواړي په نړۍ کې پر واکمن ځواک بدل شي، د مصنوعي ځیرکتیا انقلاب او د ځواک پر توازن او جګړې یې احتمالي اغېزې، او همداراز په اروپا، روسیه، هند او منځني ختیځ کې بدلونونه د نوي پړاو له مهمو ځانګړنو او ننګونو څخه بللي دي.

خلیلزاد خبرداری ورکړی چې د نړۍ په تاریخ کې لویو قدرتونو څو ځله پر خپلې «مخکنۍ جګړې» تمرکز کړی او له راتلونکو احتمالي ګواښونو او جګړو څخه غافل پاتې شوي دي؛ نوموړي ټینګار کړی چې امریکا باید د دې تېروتنې له تکرار څخه مخنیوی وکړي او د اړینو اقداماتو د ساتلو ترڅنګ ډاډ ترلاسه کړي چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه په رښتیا هم د تېر وخت برخه ګرځېدلې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button