کیم جونګ اون د «پوځي انقلاب» او د شمالي کوریا د پوځ د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه
د شمالي کوریا مشر، کیم جونګ اون، غوښتنه کړې چې د دغه هېواد د پوځ قطعات دې په غوره او پر ځان بسیا جنګي واحدونو بدل شي؛ دا غوښتنه د پیونګ یانګ له لوري د پوځي وړتیاوو پر پیاوړتیا د ټینګار څرګندونه کوي.
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس (KCNA) د شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۴مه، راپور ورکړی چې کیم دغه څرګندونې د اکتوبر په ۲۲مه او ۲۳مه په پیونګ یانګ کې د پوځ د قطعاتو د قوماندانانو په دوه ورځنۍ غونډه کې کړې دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا د شمالي کوریا د واکمن ګوند د فبرورۍ میاشتې له نهمې کنګرې وروسته لومړۍ سراسري پوځي غونډه بلل شوې ده. کیم په خپله وینا کې ټینګار کړی، چې د پوځ هر قطعه باید په نوې دوره کې د پوځي پیاوړتیا د موخو د ترلاسه کولو لپاره بشپړ چمتووالی ولري.
د شمالي کوریا مشر همداراز د «تر ټولو پیاوړي پوځ» د جوړولو او د خپل ځانګړي «پوځي انقلاب» د بهیر د چټکولو غوښتنه کړې ده. نوموړي د واکمن ګوند په کنګره کې هم د دودیزو پوځي ځواکونو پر پیاوړتیا، ترڅنګ یې د اټومي وسلو او توغندیو د پراختیا پر دوام ټینګار کړی و.








