د افغانستان بانک ویاند حسیبالله نوري وایي، دغه بانک زاړه او د کارونې وړ نهپاتې شوي بانکنوټونه له بازار څخه راټولوي او پر ځای یې نوي بانکنوټونه وېشي.
د نوموړي په وینا، هغه بانکنوټونه زاړه او د کارونې وړ نهپاتې شوي ګڼل کېږي چې د ډېرې کارونې له امله یې ظاهري بڼه بدله شوې وي، یوه برخه یې شلېدلې وي، پرې لیکل شوي وي، امنیتي نښې یې له منځه تللې وي خو لا هم د پېژندنې وړ وي، د پیسو د شمېرلو ماشینونو په وسیله د شمېرلو وړ نه وي، یا په بېلابېلو برخو کې یې چسپ لګېدلی وي.
د افغانستان بانک ویاند له هغو کسانو چې دغه ډول بانکنوټونه لري، غوښتي چې خپل بانکنوټونه د افغانستان بانک نمایندګیو یا د هېواد په کچه نورو سوداګریزو بانکونو ته وسپاري او په بدل کې نوي بانکنوټونه ترلاسه کړي.








