نړۍ
د روسیې پوځ په کییف کې د اوکراین د راډیو-برېښنايي وسایلو یوه فابریکه په نښه کړې
د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد پوځ په کییف کې د «رادیونیکس» په نوم د راډیو-برېښنايي وسایلو یوه فابریکه په نښه کړې ده.
د دغه وزارت په وینا، دغه تاسیسات د «فلامینګو»، «نپتون»، «FP-7» او «FP-9» توغندیو د کنټرول سیسټمونو په تولید کې رول درلود.
د روسیې دفاع وزارت همدارنګه د «بيموبایل» د معلوماتو پر یوه مرکز د برید خبر ورکړی دی؛ د دغه وزارت په وینا، دغه مرکز د معلوماتو، چې استخباراتي معلومات هم پکې شامل دي، د زېرمه کولو، پروسس او لېږدولو او همدارنګه د اوکراین د وسلهوالو ځواکونو د شبکې د تجهیزاتو د ملاتړ مسوولیت درلود.








