په لاسانجلس کې د «اېنبيسي» خبري شبکې چورلکې مرګونې لوېدنه
د «اېنبيسي لاسانجلس» خبري شبکې یوه خبري چورلکه هغه مهال ولوېده چې په لاسانجلس ښار کې د یوې مرګونې ترافيکي پېښې د ویډیويي پوښښ په حال کې وه. په دې پېښه کې درې کسان وژل شوي او یو بل کس ټپي شوی دی.
دغه چورلکه د سېشنبې په ماښام، شاوخوا ۶:۵۷ بجې د سیمهییز وخت له مخې، د سان فرناندو درې په چټسوُرث سیمه کې ولوېده.
د لاسانجلس د اور وژنې ادارې ویلي، چورلکه د دوو سوداګریزو ودانیو ترمنځ په یوه ساحه کې لوېدلې او د اور وژنې ځواکونو له رسېدو وروسته په سیمه کې اور لیدل شوی دی.
چورلکه د پېښې پر مهال د لوېدو ځای ته نږدې له یوه بس سره د یوه شاسيلوړ موټر د ټکر ویډیويي پوښښ کاوه؛ په هغه پېښه کې هم دوه کسان وژل شوي او څو نور ټپیان شوي وو.
د چورلکې د لوېدو لامل لا تر اوسه نه دی معلوم او ټاکل شوې چې د امریکا د ترانسپورټ د خوندیتوب ملي بورډ (NTSB) او د فدرالي هوايي چلند اداره (FAA) د دې پېښې په اړه څېړنې پیل کړي. د قربانیانو هویت تر اوسه نه دی اعلان شوی.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








