نړۍ

روسیه: د پوتین، شي جین‌پینګ او ټرمپ د احتمالي لیدنې اجنډا باید یوازې پر یوې موضوع محدوده نه وي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندري رودینکو رسنیو ته ویلي، چې د ولادیمیر پوتین، شي جین‌پینګ او ډونالډ ټرمپ ترمنځ د احتمالي درې‌اړخیزې لیدنې اجنډا، چې د اپک سازمان د سرمشریزې په څنډه کې به ترسره شي، باید یوازې پر یوې موضوع متمرکزه نه وي، بلکې د درې واړو هېوادونو د ګډو ګټو پراخې موضوعګانې باید پکې شاملې وي.

رودینکو ټینګار کړی، چې مسکو د دغې درې‌اړخیزې لیدنې غوښتونکی دی او هڅه به وکړي، چې د خبرو اترو موضوعګانې د روسیې، چین او متحده ایالاتو ګډې ګټې منعکسې کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې ویلي وو، چې دا احتمالي لیدنه باید تر ډېره پر اټومي بې‌وسلې کولو متمرکزه وي، نه د اوکراین پر موضوع. د روسیې د ولسمشر یوه مرستیال یوري اوشاکوف هم د اکتوبر په میاشت کې د داسې یوې لیدنې احتمال ته اشاره کړې وه.

ټاکل شوې، چې د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ سازمان (اپک) سرمشریزه د نومبر په ۱۸مه او ۱۹مه د چین په شنژن ښار کې ترسره شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button