سیمهنړۍ

د امریکا د پوځي اډو د ایران د بریدونو د زیانونو په اړه د «سي‌بي‌اېس» ځانګړي انځورونه

«سي‌بي‌اېس نیوز» شبکې په لوېدیځه اسیا کې د امریکا پر څو پوځي اډو د ایران د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله اوښتي زیانونه په ځانګړي ډول ښودونکي انځورونه خپاره کړي دي.

د دغه راپور له مخې، د یو شمېر امریکايي سرتېرو له خوا استول شوي انځورونه په سعودي عربستان او کویټ کې د امریکا په پوځي اډو کې ودانیو، وسایطو او پوځي تجهیزاتو ته اوښتي زیانونه ښيي.

«سي‌بي‌اېس» راپور ورکړی چې په سعودي عربستان کې د شهزاده سلطان په هوايي اډه کې د «بوینګ E-3 Sentry» یوه الوتکه په نښه شوې او د هغې د لکۍ برخه ترې جلا شوې ده؛ همداراز په کویټ کې د بیوري او عریفجان په اډو کې د سرتېرو استوګنځایونه، ټریلرونه او وسایط زیانمن شوي دي.

په دغو اډو کې یوه مېشت امریکايي سرتېري «سي‌بي‌اېس» ته ویلي چې پراخ زیانونه اوښتي، خو د امریکا خلکو ته یې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي؛ د امریکا د پوځ د هوايي دفاع یوه سرتېري هم ویلي چې ځواکونه په عملي توګه د دغو اډو د ویجاړېدو شاهدان دي

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button