د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د آمو دریا د نفتساحې لپاره د څارنې او مشورتي خدمتونو د وړاندې کولو قرارداد او د زمرد سای بلاک کې د انعطافمنونکو تولیدي تأسیساتو (FPF) د جوړولو قرارداد له TNG تاتارستان شرکت سره لاسلیک شوي دي.
دغه قراردادونه د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري او د TNG شرکت رئیس د وزیر په کاري دفتر کې لاسلیک کړي دي.
ښاغلي بدري ویلي چې د نفتو د سرچینو د اکتشاف، استخراج او پروسس په برخو کې د معیاري او مسلکي شرکتونو فعالیتونه د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره اهمیت لري.
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د څارنې او مشورتي خدمتونو د قرارداد په پلي کېدو سره به د آمو دریا د نفتساحې د استخراج کچه لوړه او اړوند فعالیتونه به هم پیاوړي شي؛ د دغه قرارداد لګښت شاوخوا ۲.۸ میلیونه امریکايي ډالر او موده یې یو کال ټاکل شوې ده.
همدارنګه د زمرد سای بلاک کې د FPF تأسیساتو د لومړۍ مرحلې د ډیزاین، نصب او پلي کولو لپاره به ۱۱ میلیونه امریکايي ډالر لګښت وشي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا به ورکړل شي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو تأسیساتو جوړول به اته میاشتې وخت ونیسي او له بشپړېدو وروسته به په ورځ کې د ۲ زره ټنه نفتو د پروسس ظرفیت ولري.







