په اسلامي همکاریو سازمان کې د ایران استازولۍ، د سوداګریزې تېلو وړونکې بېړۍ د برید د دقت او مسلکيتوب په اړه د سنتکام د قوماندانۍ د ادعا په غبرګون کې ټینګار کړی چې پر ملکي ځایونو د امریکا بریدونه «تېروتنه» یا «د هدف په ټاکلو کې تېروتنه» نه شي بلل کېدای.
دې استازولۍ ویلي چې امریکا نه شي کولای هر هغه وخت چې په ګټه یې وي د «دقت» خبره وکړي او هغه مهال چې ملکي وګړي د بریدونو بیه پرې کوي، خپل مسؤلیت د «تېروتنې» په نوم توجیه کړي.








